افغانستان کښې د جمهوري اسلامي نظام دوام ضروري دی
Apr 06, 2021 02:11 Asia/Kabul
د غني صلاحکار په افغانستان کښې د جمهوري اسلامي حکومت په دوام ټینګار وکړ
په سیاسي او امنیتي چارو کښې د افغانستان د ولسمشر مشر صلاحکار په دغه هیواد کښې د اسلامي جمهوري نظام په جاري پاتې کیدو ټینګار کړی دی.
د تسنیم خبري آژانس په لیکنه محمد محقق وویل: د افغانستان د مسلمان ولس په غوښتنه، د دې هیواد نظام باید هم هغه شان جمهوري اسلامي وي.
محقق زیاته کړه، د افغانستان قوانین لکه څنګه چې په اوسني اساسي قانون کښې راغلي دي، باید د اسلامي تعملیاتو په بنیاد وي او په ټولو بهیرونو کښې دې هم د خلکو راې معیار وګرځي.
ټیګونه