له تخار ولايته خلق په تېښته مجبور دي
د تاوتريخوالي او ناامنۍ زياتوالے د افغانستان د تخار ولايت د خلقو د تېښتې سبب شوے دے.
د تخار د ولايتي شورا غړي محمد اعظم افضلي له آوا خبري آژانس سره په مرکه کښې وويل: په تخار کښې جنګ او ناامني د دې سبب شوه چې هره ورځ په لسګونو کورنۍ د دغه ولايت له مختلوف سيمو څخه په غېرقانوني توګه ګاونډي هېوادونو ته کډه په سر شي.
هغه زياته کړه، د تخار په زياترو سيمو کښې د طالب ځواکونو حملې او د حکومتي ځواکونو په شاتګ د دې سبب شو چې فقر او بې روزګاري ډېر زياته شي او خلق له لوږې او فقر څخه د ژغورېدو په خاطر د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شي.
د تخار د مهاجرينو ادارې مشر محمد ياسين لبيب هم وويل: په تخار کښې بنيادي مشکل دا دے چې که يوه سيمه طالب ډله قبضه کړي نو حکومت يې دوباره د نيولو کوشش نه کوي او خلق خپلو کورونو ته نه شي ستنېدې.
تخار د افغانستان د شمال له ناامنو ولايتونو څخه دے چې اکثره سيمې يې د طالبانو په قبضه کښې دي او يا هم د دغې ډلې له ګواښ سره مخامخ دي.