د افغانستان د خارجه وزیر محمد حنیف اتمر استعفا لیک :-
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98564
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د خارجه وزارت په چارو کښې د ولسمشرۍ د چارو د ادارې د مشر او د ملي امنیت د سلاکار له لاسوهنو وروسته ولسمشر اشرف غني ته خپله استعفا ورکړه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 06, 2021 15:42 Asia/Kabul
  • د افغانستان د خارجه وزیر محمد  حنیف اتمر  استعفا لیک :-

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د خارجه وزارت په چارو کښې د ولسمشرۍ د چارو د ادارې د مشر او د ملي امنیت د سلاکار له لاسوهنو وروسته ولسمشر اشرف غني ته خپله استعفا ورکړه .

د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼې سرچینو وویل خارجه وزیر محمد حنیف اتمر خپله استعفا  اشرف غني ته ورسپارلي ده خو غني تراوسه دغه استعفا نه ده منلي .

دغو سرچینو وویل د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له ولسمشر اشرف غني سره په کتنې کښې د خارجه وزارت په چارو کښې د ولسمشرۍ د چارو د ادارې د مشر فضل محمود فضلي او د ملي امنیت د سلاکار حمد الله محب په لاسوهنو اعتراض کړی دی .

اشرف غني دغو اعتراضونو ته په ځواب کښې وویل فضل محمود فضلي او حمد الله محب په دې هکله له ما سره غږمله دي او که چیرې حنیف اتمر نشي کولای ځان له دغه حالت سره غږمله کړي نو استعفا ورکولای شي .

د افغانستان د ځینو چارواکو لخوا د خارجه وزارت په مسولیتونو او دندو کښې لاسوهنې د خارجه وزیر خنیف اتمر د تیرو څو اونیو په نیوکو کښې شاملې دي .

د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو له سیاسي استازیو او ځینو سفیرانو سره د افغانستان د ولسمشرۍ د ادارې د مشر فضل محمود فضلي او د ملي امنیت د سلاکار حمد الله محب په شمول  د ځینو چارواکو کتنې د ډيپلوماټیکو اصولو پرخلاف دي او هغه د خارجه وزارت په صلاحیتونو کښې لاسوهنه ده چې په اوسنیو حساسو شرایطو  کښې به  د افغانستان د ډیپلوماسۍ د ادارې د موقعیت د کمزوري کیدا سبب شي .

حنیف اتمر د افغانستان د ځینو چارواکو د غیر قانوني لاسوهنو له لارې د خارجه وزارت  د رول د کمزورتیا یوه(۱) نتیجه د کابل له چارواکو سره د ارتباط په  ټینګولو کښې د ځینو هیوادونو لخوا د خارجه وزارت په مقام او ځایګي باندې سترګې پټول اعلان کړي دي چې اشرف غني ته په کابل کښې د امریکا د سفارت له لارې د امریکا د خارجه وزیر د لیک استول  یې ډيپلوماټیکو اصولو ته د داخلي بې پامیو له کبله وګڼل .

د افغانستان خارجه وزیر حنیف اتمر په دې خبرې ټینګار لري چې په کابل کښې د نورو هیوادونو له سفیرانو او سیاسي استازیو سره د کابل د چارواکو د کتنو پروګرام باید د خارجه وزارت له لورې ترسره شي او له دغه  چوکاټ څخه بهر هر ډول اقدام د افغانستان د خارجه وزارت د کمزوري  کیدا  سبب دی .

د افغانستان د باندنیو چارو وزارت هیله کوي محمد اشرف غني د دغه هیواد د ولسمشر په توګه چې باید د اساسي قانون ساتونکی وی بیلابیل چارواکي د خارجه وزارت په صلاحیتونو او چارو کښې له لاسوهنې منع کړي چې له دې لارې د کابل د خارجي اړیکو د تنظیمونکي ادارې شان وساتل شي .

که څه هم  تراوسه په رسمي ډول د افغانستان د خارجه وزیر له څوکۍ څخه  د حنیف اتمر د استعفا موضوع تائید شوي نه ده خو له اشرف غني سره د حنیف اتمر د اختلافاتو شتون حقیقت لري او دغه مسله په داسې  شرایطو کښې چې دغه هیواد له طالبانو سره د سولې په پیچلیو خبرو اترو بوخت دی د افغانستان د ملي ګټو لپاره خطر رامینځته کولای شي .

دې ته په پام سره چې طالبان په افغانستان کښې د سولې د خبرو اترو د بهیر ، د جنګ د ختمولو لپاره د موافقې او  د دایمي اوربند د ټینګیدا په لاره کښې خنډونه رامینځته کوي او کابل د سولې په حقیقي لارې کښې د ګام د کیښودلو لپاره په طالبانو ډلې باندې په نړیوالو او سیمه ییزو دباونو ټینګار لري د نړیوالې اجماع په رامینځته کولو کښې د افغانستان د خارجه وزارت رول ډیر اهمیت لرونکی دی .

په تیرو میاشتو کښې د افغانستان خارجه وزارت د دغه ضرورت په چوکاټ کښې د سیمې له ځینو هیوادونو او  له سیمې د ورهاخوا ځینو نورو هیوادونو له بیلابیلو چارواکو سره په حضوري او ټیلي فوني خبرو  کښې هڅه کړي ده چې  د بین الافغاني خبرو بهیر ته له خنډ رامینځته کولو پرته  د ورګډیدا او د موقته اوربند د ټینګولو لپاره په طالبانو ډلې باندې د دباو د راوستلو لپاره د کابل له سټراټيژۍ سره د مرستې لپاره د دغو هیوادونو مساعد نظر جلب کړي .