په افغانستان کې ۹۴ نور تنه په کرونا اخته شوی دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98584-په_افغانستان_کې_۹۴_نور_تنه_په_کرونا_اخته_شوی_دي
له یادو مثبتو پېښو څخه تر ټولو زیاتې ۲۰ په لغمان، ۱۷ یې په کابل، ۱۷ننګرهار، ۷ په هرات، ۲ کندهار، ۳ بلخ، ۵ پکتیا، ۵ نیمروز، ۳ غزني او یوه په کونړ ولایت کې ثبت شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2021 01:58 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې ۹۴ نور تنه په کرونا اخته شوی دي

له یادو مثبتو پېښو څخه تر ټولو زیاتې ۲۰ په لغمان، ۱۷ یې په کابل، ۱۷ننګرهار، ۷ په هرات، ۲ کندهار، ۳ بلخ، ۵ پکتیا، ۵ نیمروز، ۳ غزني او یوه په کونړ ولایت کې ثبت شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او دوه تنه نور ورڅخه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ساعتون کې د کرونا ویروس د ۲۳۷۳ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۹۴ یې مثبت او پاتې منفي وو.

له یادو مثبتو پېښو څخه تر ټولو زیاتې ۲۰ په لغمان، ۱۷ یې په کابل، ۱۷ننګرهار، ۷ په هرات، ۲ کندهار، ۳ بلخ، ۵ پکتیا، ۵ نیمروز، ۳ غزني او یوه په کونړ ولایت کې ثبت شوې ده.

همداره په تیره شپه او ورځ کې د دوو تنو په مړه کېدو سره په افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر۲۵۱۲ ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.