د افغانستان ډاکټرانو د ولسمشر اشرف غني کامیابه سرجري وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98592-د_افغانستان_ډاکټرانو_د_ولسمشر_اشرف_غني_کامیابه_سرجري_وکړه
د کابل ښار په یو روغتون کښې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د جراحۍ عمل په بریالیتوب سره ترسره شوی دی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Apr 07, 2021 08:45 Asia/Kabul
  • د افغانستان ډاکټرانو د ولسمشر اشرف غني کامیابه سرجري وکړه

د کابل ښار په یو روغتون کښې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د جراحۍ عمل په بریالیتوب سره ترسره شوی دی.

د کابل ښار په یو پوهنتون کښې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د جراحۍ عمل په بریالیتوب سره ترسره شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني نن په خپل ټویټر ولیکل چې بیګا یې د کابل ښار په سردار محمد داوود خان روغتون کښې د پروسټاټ د جراحۍ عمل په کامیابۍ سره ترسره کړی دی.

د افغانستان ولسمشر په کابل کښې د سردار محمد داوود خان روغتون د ډاکټرانو قدرونه وکړه.

هم داشان د ولسمشر غني کلتوري صلاحکار شاه حسین مرتضوي د اشرف غني د انځور په خپرولو سره ولیکل: په حکومتي روغتون او د خپلې خاورې په ډاکټرانو باندې د ولسمشر اعتماد د ملي باور نښه ده.