طالبانو د اشرف غني د صلحې له طرحې سره مخالفت وکړ
وسله والو طالبانو د سولې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني له طرحې سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې د دوحې تړون عملي کول افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره غوره انتخاب دی.
وسله والو طالبانو د سولې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني له طرحې سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې د دوحې تړون عملي کول افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره غوره انتخاب دی.
تاند خبري سایټ لیکلي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردک ویلي، که د دوحې هوکړه په بشپړ ډول عملي شي، افغانان به ژر سولې ته ورسېږي.
هغه دغه راز خبرداری ورکړی، چې که د دوحې له هوکړې سرغړونه کېږي، د هر راز بدو پایلو مسوولیت به د مقابل لوري پر غاړه وي.
طالبان داسې مهال دا غبرګون ښيي چې تېره ورځ د افغانستان حکومت ته د افغان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد د طرحې له وړاندې کېدو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سولې د لارې نقشه تشرېح کړه.