د افغانستان اویا فیصده خلک بریښنا نه لري
په افغانستان کښې اویا سلنه خلک بریښنا ته لاسرسي نه لري
په افغانستان کښې اویا سلنه خلک بریښنا ته لاسرسي نه لري
د افغانستان په چارو کښې د امریکې تفتیشي ادارې (سیګار) پرون وویل چې بریښنا ته د دغو خلکو د لاسرسۍ له زیاتیدو سره سره د افغانستان یوازې ۳۰ فیصده خلک د بریښنا له انرجۍ ګټه پورته کوي.
د افغانستان زیاتره بریښنا وارداتي ده.
هم په اوړي او هم په ژمي کښې د د کابل ښار او د افغانستان د یوشمیر نورو ولایتونو بریښنا نوبتي کیږي.
امریکې او انډیوالانو یې په ۲۰۰۱ کال کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کښې د امنیت د ټینګولو په پلمه په دغه هیواد هیواد حمله وکړه او دغه نیواکګري د جنګ، نښتو او د افغانستان د بیخ بیناؤ د له مینځه تلو لامل شوه.
له هغه وخت راهیسې په دغه جنګ ځپلي هیواد کښې ناامني، ترهګري او د نشه ایزو موادو تولید زښت زیات شوی دی.
د افغانستان خلکو او چارواکو په ځلونو له خپل هیواده د امریکې په مشرۍ د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه کړې ده.