د طالبانو په لاس د عالمانو وژله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98664-د_طالبانو_په_لاس_د_عالمانو_وژله
طالبانو تېر کال د افغانستان په څوارلسو ولايتونو کښې اتويشت (۲۸) ديني عالمان قتل کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2021 01:51 Asia/Kabul
  • د طالبانو په لاس د عالمانو وژله

طالبانو تېر کال د افغانستان په څوارلسو ولايتونو کښې اتويشت (۲۸) ديني عالمان قتل کړي دي.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ملي امنيت د شورا دفتر دې خبرې ته په اشارې سره وويل: د طالبانو په لاس د ديني علامانو قتل  څېړل کيږي.

دا په داسې حال کښې دي چې په تېر کال کښې د افغانستان په مختلفو ولايتونو کښې د طالبانو په لاس يو شمېر د زدکړو او مذهبي مدرسې هم ويجاړې شوې دي.

په تېرو څو مياشتو کښې په دغه هېواد کښې د افغان ديني عالمانو وژلې دوام لرلے دے. که څه هم ظاهرا د دغو واقعاتو ذمه واري چا کس يا ډلې په غاړه نه ده اخېستې خو حکومتي چارواکي طالب ډله د داسې حملو ذمه واره بولي.