په افغانستان کې د کروناد مخنیوي لارښونو نه‌ رعایتول ګواښ پېښوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98680-په_افغانستان_کې_د_کروناد_مخنیوي_لارښونو_نه_رعایتول_ګواښ_پېښوي
د بیان له مخې «WHO» همداراز د کرونا ویروس د نویو بڼو له کبله چې موارد یې په افغانستان کې موندل شوي دي هم اندېښنه ښودلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2021 11:24 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د کروناد مخنیوي لارښونو نه‌ رعایتول ګواښ پېښوي

د بیان له مخې «WHO» همداراز د کرونا ویروس د نویو بڼو له کبله چې موارد یې په افغانستان کې موندل شوي دي هم اندېښنه ښودلې ده.

 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' د مخنیوي لپاره د روغتیايي لارښوونو نه‌رعایتول د ټولنې لپاره ګواښ رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د سمون اداره یا اوچا په یوه خبرپانه کې وايي، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له دې کبله اندېښنه لري چې په افغانستان کې عموماً خلک د ماسک د اغوستو او د ټولنیز واټن د ساتنې مقررات نه‌مراعاتوي.

د بیان له مخې «WHO» همداراز د کرونا ویروس د نویو بڼو له کبله چې موارد یې په افغانستان کې موندل شوي دي هم اندېښنه ښودلې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې د پرونۍ ورځې تر پایه په افغانستان کې نږدې ۵۷ زره کسان په 'کووېډ-۱۹' اخته شوي او ۲،۵۱۶ کسان د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.