افغانستان ته د ایراني صادراتو کچه دوه میلیارده ډالرو ته ورسیدله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98732-افغانستان_ته_د_ایراني_صادراتو_کچه_دوه_میلیارده_ډالرو_ته_ورسیدله
ایراني چارواکي وایي چې دغه هېواد تېر کال افغانستان ته د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت صادارت کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2021 23:54 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د ایراني صادراتو کچه دوه میلیارده ډالرو ته ورسیدله

ایراني چارواکي وایي چې دغه هېواد تېر کال افغانستان ته د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت صادارت کړي دي.

ایراني رسنیو د دغه هېواد د ګمرکونو ادارې د معلوماتو له مخې ویلي چې ایران د تېر کال په ۱۱ میاشتو کې افغانستان ته د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت محصولات صادر کړي دي.

یادې ادارې په دغه خبر خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ښو سوداګریزو اړیکو ښکارندویي کوي.

د اسیا-ارام سمندر عمومي رییس رشا سید اقا زاده هم ویلي چې په دې وروستیو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه پام وړ زیاته شوې ده او دوي هڅه کوي چې له دغه هېواد سره په سوداګریزه برخه کې خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړي.

د یادونې ده چې وړمه ورځ په لومړي ځل د افغان سوداګرو چینايي مالونه د غلام خان له لارې ترانزېټ او خوست ته ورسیدل.

د خوست د ګمرک رییس محمد حکیم سرتېر وویل، چې وړمه ورځ د لومړي ځل لپاره له چین هېواد څخه د کراچۍ بندر له لارې ترانزيټ مالونه د غلام خان له لارې خوست ته را ورسیدل.

سرتېر زیاته کړه، چې د غلام خان بندر لاره د ترانزيټ لپاره تر ټولو لنډه، ګټوره او اقتصادي لاره ده.

نوموړي وویل دا لاره به د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ مثبته اغېزه ولري.