افغانستان کښې د یو جیل مدیر ونیوې شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98750-افغانستان_کښې_د_یو_جیل_مدیر_ونیوې_شو
د افغانستان د شمال په بلخ ولایت کښې د زندان یو جګ پوړې مدیر نیول شوی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2021 02:14 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د یو جیل مدیر ونیوې شو

د افغانستان د شمال په بلخ ولایت کښې د زندان یو جګ پوړې مدیر نیول شوی دی

د افغانستان د شمال په بلخ ولایت کښې د زندان یو جګ پوړې مدیر نیول شوی دی

د افغانستان د څارنوالۍ او امنیتي سروسونو په حکم، د افغانستان په شمال کښې د بلخ ولایت د زندان یو لوړرتبه مدیر د مالي فساد په تور ونیوې شو.

د افغانستان لوې څارنوالۍ په دې هکله ډیر جزئیات نه دي ورکړي خو وايي چې د دې پيښې موندنې او پایلې به د تحقیقاتو له بشپړیدو وروسته په ډاګه کړې شي.