د افغانستان د ښوونې برخه د معلمانو له کمي سره مخ ده
د افغانستان د پوهنې وزارت په دغې وزارتخانې کښې د ۵۰ زرو ښوونکو د کمي خبر ورکړی دی.
د افغانستان د معارفو وزارت په دغې وزارتخانې کښې د ۵۰ زرو ښوونکو د کمي خبر ورکړی دی.
د افغانستان د معارفو یا پوهنې وزارت پرون په یو رپورټ کښې، په دې خبرې سره چې د هیواد ښوونیز مرکزونه د ښوونکو او معلمانو له سخت کمي سره مخامخ دي، وویل: د هیواد د ۷ میلیون زده کونکو لپاره یوازې ۲ لاکه او ۲۰ زره ښوونکي شته دي.
په عین حال کښې د افغانستان د پوهنې د وزارت ویاندې نجیبه آرین وویل: زمونږ یو وړومبیتوب د حق الزحمه یا ډیلي ویجز معلمانو جذبول دي څو د دې پروسې په پیلولو سره په هیواد کښې د معلمانو او ښوونکو د کمي ستونزه هواره کړو.
میرمن آرین وايي چې د معلمانو پر کمي سربیره، د ښوونځیو، کتابونو او روزنیزو امکاناتو نشتوالې او ښوونکو ته د تنخواګانو نه ورکول د معارفو د وزارت مخې ته پرتې نورې ستونزې او ننګونې دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هر تعلیمي کال د پیلیدو په دستورو کښې ژمنه کوي چې په هیواد کښې د ښوونې او روزنې د برخې مخې ته پراته ټول چیلنجونه به لرې کړې شي.