افغانستان کښې د آسټریلیايي پوځیانو د جنایتونو اسناد خپاره شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98840-افغانستان_کښې_د_آسټریلیايي_پوځیانو_د_جنایتونو_اسناد_خپاره_شول
د آسټریلیا د پوځیانو به لاس د افغانستان د خلکو د وژلې ځیني اسناد خپاره شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2021 00:52 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د آسټریلیايي پوځیانو د جنایتونو اسناد خپاره شول

د آسټریلیا د پوځیانو به لاس د افغانستان د خلکو د وژلې ځیني اسناد خپاره شوي دي.

د آسټریلیا د پوځیانو به لاس د افغانستان د خلکو د وژلې ځیني اسناد خپاره شوي دي.

د آسټریلیايي پوځیانو له خوا د افغان ښاریزو د وژلې اسناد آسټریلیايي مبلِّغ او د دغه هیواد د پوځ وکیل چې مخکښې د انګلستان په پوځ کښې منصب دار پاتې شوی، راډیو آسټریلیا یعنې (ای، بي، سي) ته ورکړي وو.

دغه پخواني پوځي له ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۳ کلونو په افغانستان کښې شتون درلود او په دغو اسنادو کښې د آسټریلیايي عسکرو په لاس د افغانستان د بې دفاع سړیو او ماشومانو د غیرقانوني  قتل د ګڼو مواردو وضاحت شوی دی.

د آسټریلیا پوځ په خپله هم د تیر کال په اکتوبر میاشته کښې داده شو چې عسکرو یې په افغانستان کښې د یو جنایت په کولو سره لږترلږه ۳۹ افغان ملکي وګړي وژلي دي.

د افغانستان ولسي جرګې هم د آسټریلیا له حکومته وغوښتل چې یاد جنایتکاران دې په هیګ کښې د جزا نړیوالې محکمې ته وسپاري چې سزا ورکړې شي.