د افغانستان د بشري حقوقو کمیشن:
طالبان دې صحرايي محاکمې بندې کړي
Apr 16, 2021 03:09 Asia/Kabul
د افغانستان د بشري حقوقو خپلواکه کمیشن د طالب ډلې له خوا د صحرايي محاکمو د بندولو غوښتنه وکړه
د افغانستان د بشري حقوقو خپلواکه کمیشن د طالب ډلې له خوا د صحرايي محاکمو د بندولو غوښتنه وکړه
د دغه کمیشن ویاند ذبیح الله فرهنګ پرون په هرات ولایت کښې د طالبانو له خوا د یوې افغان میرمنې د صحرايي محاکمې په غبرګون کښې وویل: دغه ډله دې د داشان محاکمې او جنایت له ترسره کولو ډډه وکړي.
د ویلو ده چې څو ورځې مخکښې په ټولنیزو شبکو کښې یوه داسې ویډیو خپره شوه چې په کښې یوه افغان میرمنه په عمومي ځاې کښې د خلکو د سترګو په وړاندې د طالبانو له خوا محاکمه کیږي او بیا په متروکو وهل کیږي.
ټیګونه