په غزني کې ۲۲وسلوال طالبان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99024-په_غزني_کې_۲۲وسلوال_طالبان_وژل_شوي
  د پسرلي په پیلیدا سره د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې  د افغان امنیتی مامورانو  او طالبانو ترمینځ سختې نښتې روانې  دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2021 07:47 Asia/Kabul
  • په غزني کې ۲۲وسلوال طالبان وژل شوي

  د پسرلي په پیلیدا سره د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې  د افغان امنیتی مامورانو  او طالبانو ترمینځ سختې نښتې روانې  دي .

زمونږخبریال راپور راکړی ،  د افغانستان د پوځ د قوماندان دفتر نن د یوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلي دي ، غزني ولایت  کې د افغان پوځ  په هوائي حملې کې دوویشت وسلوال طالبان وژل شوي او دغه راز یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .  

 دغه عملیات په داسې حالاتو کې کیږي ، چې  د پسرلي په پیلیدا سره د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې  د افغان امنیتی مامورانو  او طالبانو ترمینځ سختې نښتې روانې  دي .

 د ستمبر تر یولسمې نیټې پورې له افغانستانه  د بهرنیو عسکرو له وتلو سره په یووخت  دافغانستان  پوځي او سیاسي مشرانو وئيلي دي ، ملی اردو او امنیتی ځواک  اووسلوالو طالبانو ترمینځ  نښتې په اوڅاره توګه زیاتې شوي او داسې کومه ورځ نشته چې د یوشمیر کسانو وینه ونه بهیږي .