د طالبانو له زندانه شل امنیتي ماموران خوشي کړئ شول
له دې مخکې هم د افغانتسان دپوځ ځانګړي ځواک ددغه هیواد په نورو ولایتونو کې په یولړ عملیاتو کې د طالبانو له بندونو په سلګونو بندیان خوشي کړي دي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د افغانستان ددفاع وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي دي ، په نیمروز ولایت کې په یولړعملیاتو کې د طالبانو له زندانه شل امنیتی ماموران خوشي کړائ شوي دي .
په اعلامیې کې وئيل شوي دذي ،ؤ دغه عملیات نن سهار دنیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې شوي او د طالبانو له بنده اولس پوځيان او درې پولیس خوشي کړائ شوي دي . او دغه راز په دغو عملیاتو کې د دغې ډلې د یوه مهم کمانډر مولوي بشیري پشمول اوه وسلوال طالبان وژل شوي دي .
له دې مخکې هم د افغانتسان دپوځ ځانګړي ځواک ددغه هیواد په نورو ولایتونو کې په یولړ عملیاتو کې د طالبانو له بندونو په سلګونو بندیان خوشي کړي دي .
د افغانستان په مختلفو سیمو کې د طالبانو ډلې په بندونو کې په سلګونو پوځيان او عام خلک شپې سبا کوي .