په ننګرهارکې په یوبرید کې اته ملکیان ووژل شول
والي وویل بریدګر له سیمې تښتیدلي خو لومړنیو پلټنو ښودلې چې دا پېښه د شخصي دښمنې او د زمکې د ملګیت پر سر دپخوانۍ لانجې له امله رامنځته شویده .
دافغانستان د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل وایي بیګا نا پیژاندو وسله والو د جلال اباد ښار دنهمی ناحیې اړوند د سراچه علی خان په سیمه کې په یو جومات کې پر لمونځ ګذارو د تراویح لمانځه پر مهال ډزی کړي چې د پکې د نوموړي پر وینا د سیمی داوسیدونکي عبدالوهاب پنځه زامن او درې وریرونه وژل شویدي .
والي وویل بریدګر له سیمې تښتیدلي خو لومړنیو پلټنو ښودلې چې دا پېښه د شخصي دښمنې او د زمکې د ملګیت پر سر دپخوانۍ لانجې له امله رامنځته شویده .
ننګرهار والي ویلي چې سیمې ته د امنیتي او کشفي ادارو کارکوونکي استول شوي چې پیښه په هر اړخیزه توګه وڅیړي او عاملین یی پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري .
تیر کال هم د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د خوشګنبد په کلي کې دیوې کورنۍ پنځه غړي چې درې یې کوچني ماشومان و دناڅرګندو وسله والو له لورې په خپل کور کې د خوب پر مهال وژل شوي و چې وروسته معلومه شوه دا پیښه هم د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوی وه