د افغانستان په جنوب او لویدیځ کې ۱۵ طالبان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99084-د_افغانستان_په_جنوب_او_لویدیځ_کې_۱۵_طالبان_ووژل_شول
د افغانستان ځانګړو او امنیتی ځواکونو په هرات او زابل ولایتونو کی په یو لړ عملیاتو کې ۱۵ طالبان وژلی او یوشمیر هم ژوبل کړی دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2021 09:42 Asia/Kabul
  • د افغانستان په جنوب او لویدیځ کې ۱۵ طالبان ووژل شول

د افغانستان ځانګړو او امنیتی ځواکونو په هرات او زابل ولایتونو کی په یو لړ عملیاتو کې ۱۵ طالبان وژلی او یوشمیر هم ژوبل کړی دي .

د افغان غږ خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان دفاع وزارت نن په یوه بیانیه کی وویل د افغانستان ځانګړو او امنیتی ځواکونو په هرات او زابل ولایتونو کی په یو لړ عملیاتو کې ۱۵ طالبان وژلی او یوشمیر هم ژوبل کړی دي .

له بلي خوا د طالبانو په حملې کښې هم  ۱۱ افغان پوځیان ووژل شول

یوولس افغانستاني پوځیان د دغه هیواد په شمال کښې د طالب ډلې په بریدونو کښې وژل شوي دي.

د افغانستان په شمال کښې د بغلان ولایت چارواکو وویل چې طالبانو د بغلان په مرکز پلِخُمري ښار کښې د دغه هیواد د پولیسو په اډې باندې حمله وکړه چې له امله یې اووه پولیس وژل شوي او د دې اډې تجهیزات هم د طالبانو لاس ته ورغلل.

هم داشان د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کښې د افغانستان په حکومت پورې د اړونده ولسي غورځنګ ځواکونو اډه د طالب ډلې له حملې سره مخامخ شوه چې له امله یې د ولسي پاڅون څلور ځواکونه مړه او پنځه نور زخمي شول.

د دواړو لورو نښتې په داسې حال کی زیاتې شوی چی ټاکل شوی ده د اپریل په ۲۴ د ترکیې په استنبول کې د جنګ او نښتې د ختمولو په خاطر د افغان دولت او طالبانو ترمینځ غونډه ترسره شی خو طالبانو حاضر دمه په دغه غونډه کی له ګډونه ډډه کړی ده .