په افغانستان کې څه دپاسه لس زره بهرني عسکر موجود دي 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99114-په_افغانستان_کې_څه_دپاسه_لس_زره_بهرني_عسکر_موجود_دي
د افغانستان زیاتره مسئولان،سیاستوالان، مدني اوټولنیز فعالان او خلک  په دې اند دي چې  د دوي په هیواد کې د بهرنیو عسکرو په دیره کیدا سره  نه یوازې ترهه ګري  ختمه شوي نه ده ،بلکې لاپراخه شوي او دغه  دغه را د نشه ایزو توکو دبرابریدو او ویشل کیدا او  د نورو مشکلاتو  او ستونزو په پراختیا کې همدغه بهرني ترهه ګر پوځیان او قوماندانان بشپړ لاس لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2021 01:08 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې څه دپاسه لس زره بهرني عسکر موجود دي 

د افغانستان زیاتره مسئولان،سیاستوالان، مدني اوټولنیز فعالان او خلک  په دې اند دي چې  د دوي په هیواد کې د بهرنیو عسکرو په دیره کیدا سره  نه یوازې ترهه ګري  ختمه شوي نه ده ،بلکې لاپراخه شوي او دغه  دغه را د نشه ایزو توکو دبرابریدو او ویشل کیدا او  د نورو مشکلاتو  او ستونزو په پراختیا کې همدغه بهرني ترهه ګر پوځیان او قوماندانان بشپړ لاس لري .

د ترکیې آناتولي خبری آژانس د پوځي سرچینو له قوله  راپور ورکړی ،په افغانستان  کې د ناټو ځواک په قوماندانۍ کې  د نړۍ د ۳۶هیوادونو  کابو لس زره پوځیان  دیره دي چې  امریکا په دوه نیم زره پوځیانو په درلودلو سره  ددغو هیوادونو دلیسټ په سر کې ده .

 ددغه راپور په اساس ،په امریکا پسې ، جرمني  د افغانستان په شمال کې په یوزر درې سوه پوځیانو په دیره کولو سره په دوهم  او  ایټالیا هم  د افغانستان  په لویدیځ کې د  کابو نهه سوه پوځیانو په دیره کولو سره په دریم لمبر ده .

 ټاکل شوې ده ،  د امریکا دحکومت د اعلان په اساس ،  د راتلونکی ستمبر پورې  درست بهرنی عسکر له افغانستانه ووځي .

 په عین حال کې  د افغانستان زیاتره مسئولان،سیاستوالان، مدني اوټولنیز فعالان او خلک  په دې اند دي چې  د دوي په هیواد کې د بهرنیو عسکرو په دیره کیدا سره  نه یوازې ترهه ګري  ختمه شوي نه ده ،بلکې لاپراخه شوي او دغه  دغه را د نشه ایزو توکو دبرابریدو او ویشل کیدا او  د نورو مشکلاتو  او ستونزو په پراختیا کې همدغه بهرني ترهه ګر پوځیان او قوماندانان بشپړ لاس لري .