د افغانستان د ولسي جرګې مشر:
طالبان دې د استنبول په غونډې کښې ګډون وکړي
د افغانستان د ولسي جرګې مشر له طالب ډلې وغوښتل چې په استنبول کښې د هیواد د صلحې په مذاکراتو کښې په ګډن سره خپلې غوښتنې مطرح کړي
د افغانستان د ولسي جرګې مشر له طالب ډلې وغوښتل چې په استنبول کښې د هیواد د صلحې په مذاکراتو کښې په ګډن سره خپلې غوښتنې مطرح کړي
میر رحمان رحماني د ولسي جرګې په پرونۍ غونډې کښې د سیمې له هیوادونو او ملګرو ملتو وغوښتل چې طالب ډله د استنبول په غونډې کښې ګډون ته وهڅوي.
هغه د نظام، اساسي قانون، د بیان د آزادۍ او د مدني ارزښتونو ساتنه د افغانستان د وروستي تاریخ ډیرې مهمې لاسته راوړنې وبللې او ويې ویل: د دغو ارزښتونو ساتنه د ټولو لورو لپاره مهمه او ګټه وره ده.
میر رحمان رحماني زیاته کړه: د استنبول غونډې د جنګ د بندولو او د افغانستان د کړکیچ د صلحه ایز هواري ته ډیرې هیلې رامینځته کړې دي.
ټاکل شوې چې په افغانستان کښې د جنګ او نښتو د ختمولو په موخه د دغه هیواد د حکومت او طالبانو ترمینځ د صلحې د خبرواترو غونډه د روانې اپریل میاشتې په ۲۴ نیټه د ترکیې په استنبول کښې ترسره شي.
خو طالبانو ویلي دي چې ترڅو پورې بهرني پوځیان په افغانستان کښې وي تر هغې به دغو خبرو ته کښې نه ني.