په کابل ښار کې دوه امنیتي منسوبین ووژل شول
Apr 21, 2021 02:53 Asia/Kabul
امنیتي چارواکي په کابل ښار کې د دوو امنیتي منسوبینو د وژل کېدو خبر ورکوي
د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنيو ته وویل، چې پرون سهار د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د لومړي بلاک په سیمه کې وسلوالو دوه امنیتي منسوبین په حمله کې ووژل.
د نوموړي په خبره پېښه د پولیسو تر څېړنې لاندې ده
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.
ټیګونه