طالبانو په غور کښې څلور هزاره مسافر چلماري کړل
Apr 22, 2021 03:03 Asia/Kabul
طالب وسله والو په یو انساني ضد اقدام کښې په غور ولایت کښې څلور تنه هزاره مسافران په ډزو ویشتې دي.
طالب وسله والو په یو انساني ضد اقدام کښې په غور ولایت کښې څلور تنه هزاره مسافران په ډزو ویشتې دي.
د غور د ولایتي شورا غړي معاون احمد شفقنا خبري آژانس ته په مرکه کښې ویلي چې طالبانو دغه څلور تنه مسافر پرون د دولت یار ولسوالۍ په شینه سیمه کښې له ګاډي کوز کړل او ویې وژل.
خو د غور امنیتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلې او طالبانو هم هیڅ غبرکون نه دی ښودلې.
د ویلو ده چې غور د افغانستان یو ناامنه ولایت دی چې د موسم په ګرمیدو سره یې په زیاترو سیمو کښې د طالبانو تحرکاتو هم زور اخیستې دی.
ټیګونه