طالبان خبرواترو ته زړه نه ښه کوي
د افغانستان حکومت وویل چې طالبان د استنبول د صلحې په مذاکراتو کښې ګډون ته هیڅ مینه نه لري
د افغانستان حکومت وویل چې طالبان د استنبول د صلحې په مذاکراتو کښې ګډون ته هیڅ مینه نه لري
د صلحې په چارو کښې د افغانستان د حکومت وزیر وايي چې د اشرف غني حکومت د استنبول د صلحې په غونډه کښې ګډون ته خپل چمتووالې په ځلونو اعلان کړی دی خو طالبانو ښودلې ده چې په دغې غونډې کښې ګډون او د اوربند ټینګولو او د جنګ ختمولو ته هیڅ علاقه نه لري.
سعادت منصور نادري پرون د افغانستان په ولسي جرګه کښې وویل: حکومت د استنبول په غونډې ګډون او خبرواترو ته هر وخت تیار دی.
د هغه په وینا د استنبول غونډه درې ځلې وځنډیدله او لامل یې طالبان دي.
ټاکل شوې وه چې د استنبول د صلحې غونډه د اپریل په ۲۴ نیټه د ملګرو ملتو، ترکیې او قطر په کوربه توب ترسره شي خو یوځل بیا نامعلوم وخت ته پاتې شوه.
البته طالبانو ویلي دي چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو تر وتلو به د افغانستان د صلحې په هکله هیڅ غونډې کښې ګډون ونه کړي.