وسله والو کسانو لغمان کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې
Apr 24, 2021 01:13 Asia/Kabul
د لغمان د والي ویاند اسدا...دولتزي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې په یاد برید کې یو قومي مشر حاجي لعل اغا وژل شوی او د هغه د زوی په ګډون پکې درې تنه نور ټپیان شوي دي.
وسلوالو کسان د لغمان مرکز اړوند علي خیلو سیمه کې د تراویح د لمانځه پرمهال په لمونځ کوونکو ډزې کړې، چې ۴ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د لغمان د والي ویاند اسدا...دولتزي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې په یاد برید کې یو قومي مشر حاجي لعل اغا وژل شوی او د هغه د زوی په ګډون پکې درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د دولتزي په خبره، برید کوونکي له سیمې څخه تښتېدلي دي.
د برید مسؤولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
ټیګونه