میدان وردګ کښې د ۷ څاګانو د کیندلو کار پیل شو
په میدان وردګو ولایت کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت د اوو څاګانو د کيندلو چارې پیل شوې
په میدان وردګو ولایت کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت د اوو څاګانو د کيندلو چارې پیل شوې
د میدان وردګو ولایت د رسنیو دفتر خبر پاڼه وایي چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې پرګرام تر چتر لاندې د نرخ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د څښاک اوبو د (٧) حلقو څاګانو کیندلو چارې پیل شوې.
خبر پاڼه زیاتوي چې یادې اوه څاګانې به د شا او خوا پنځو میاشتو په لړ کې د لاسي بمبو په لرلو سره د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې په راتلونکې کې به تر (۱۵۰) زیاتې کورنیو ته پاکې او صحي اوبه برابرې کړي.
دیادونې وړ ده چې دافغانستان په میدان وردګو ولایت کې د بیا رغونې دمختلفو پروژو پرانست ترسترګو کیږي .
شاخوا دری (۳) اونۍ وړاندې دمیدان وردګو ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پرګرام له لورې د چک ولسوالۍ په (کولک رشیدان) سیمه کې د اوبو یو سر بند د (۲۳) متره په اوږدوالي تر بشپړې څارنې او ارزونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې د ملي بودجې پرې (۱۶) میلیونه، (۸) لکه او (۲۴) زره افغانۍ لګښت راغلی وو.