په کنړ ولایت باندې راکټي حملې پنځلس تنه ژوبل کړل
Apr 26, 2021 07:54 Asia/Kabul
د افغانستان په کنړ ولایت کښې په یوې ودانۍ باندې د راکټ لګیدو له امله پنځه کسان زخمي شوي دي.
د افغانستان په کنړ ولایت کښې په یوې ودانۍ باندې د راکټ لګیدو له امله پنځه کسان زخمي شوي دي.
طلوع نیوز خبر ورکړی چې د کنړ والي اقبال سعید پرون وویل، دا توغندې په داسې حال کښې په دغې ودانۍ ولګیده چې په کښې د زده کونکو د قرآن کریم د ناظرې او حفظ امتحان شروع و.
د کنړ والي زیاته کړه: د دې پيښې په نتیجه کښې درې تنه د قرآن کریم حافظان او دوه امتحان اخیستونکي زخمي شوي دي.
خبر زیاتوي چې د کنړ ولایت امنیتي چارواکو تراوسه د دې حملې په هکله څه نه دي ویلي خو د کنړ والي یې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده البته دغې ډلې یې په اړه خوله ګنډلې ده.
ټیګونه