له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو د بهیر پیلیدل
په افغانستان کښې د امریکې او ناټو د ځواکونو قومندان جنرال آسټن سکاټ میلر پرون په یو خبري کانفرنس کښې وویل چې په افغانستان کښې له ځینو اډو څخه د امریکايي او ناټو پوځیانو د وتلو بهیر پیل شوی او امریکا او ناټو به په افغانستان کښې خپلې ټولې اډې افغان ځواکونو ته وسپاري.
په افغانستان کښې د امریکې او ناټو د ځواکونو قومندان جنرال آسټن سکاټ میلر پرون په یو خبري کانفرنس کښې وویل چې په افغانستان کښې له ځینو اډو څخه د امریکايي او ناټو پوځیانو د وتلو بهیر پیل شوی او امریکا او ناټو به په افغانستان کښې خپلې ټولې اډې افغان ځواکونو ته وسپاري. هغه د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي په غندلو سره ټینګار وکړ چې دا کار په افغانستان کښې د صلحې په بهیر باندې منفي اغیزه لري.
ناټو په دې وروستیو کښې ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال د مۍ تر اوّلې نیټې د دغه پوځي سازمان غړي هیوادونه باید د پلان شوې طرحې له مخې له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستل پيل کړي او دا کار په څو میاشتو کښې ترسره کیږي. امریکا هم د روان کال د ستمبر تر ۱۱ پورې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستنې د فاینل کیدو په لټه کښې ده. په افغانستان کښې د نړۍ د ۳۶ هیوادونو کابو ۱۰ زره بهرني ځواکونه موجود دي چې په سر کښې په ۲۵۰۰ پوځیانو سره امریکا ده.
له افغانستانه د امریکې او ناټو د پوځیانو د وتلو د بهیر د پیلیدو خبر په داسې حال کښې خپریږي چې له دې مخکښې د امریکې ولسمشر جوبایډن ژمنه کړې وه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د ۲۰۲۱ کال د ستمبر تر یوولسمې پورې بشپړ کړي. هغه ټینګار کړی و چې د امریکې د ترټولو اوږد جنګ د ختمیدو وخت رارسیدلې دی.
د دوحې د موافقې له مخې چې د تیر ۲۰۲۰ کال په فرورۍ کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ لاسلیک شوه، بهرني پوځیان باید د روان ۲۰۲۱ کال د مۍ میاشتې تر پیلیدو له افغانستانه ووځي. طالبانو له دې مخکښې خبرداری ورکړی و چې که بهرني ځواکونه په ټاکلې نیټه له افغانستانه ونه وځي نو د دغې ډلې له نظره د دوحې د موافقې خلاف ورزي ده او هغوي به د یادو ځواکونو خلاف خپلې حملې بیا پيل کړي.
داسې ښکاري چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو د ځواکونو د وتلو د پیلیدو خبر د طالبانو د حساسیت د کمولو په لړ کښې او په حقیقت کښې له افغانستانه د وتلو په لړ کښې د لویدیځوالو د جدیت په هکله د یوې اشارې په معنا اعلان شوی چې په دا ډول د بهرنیو ځواکونو خلاف د طالبانو د بریدونو د بیا پیلیدو احتمال کم شي.
البته امریکې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د خوندي وتنې په لړ کښې له څو ورځې مخکښې نه یولړ تابیاوې پيل کړې دي.
د امریکې دفاع وزیر لویډ آسټن فیصله کړې چې په لویدیځې آسیا کښې د آیزنهاور الوتکې وړونکې کشتۍ ماموریت تمدید کړي. د پينټاګان ویاند جام کربي هم تیره جمعه وویل چې د آسټن په تایید سره د امریکې د هوايي ځواک دوه بی-۵۲ ډوله بمبار الوتکې سیمې ته راغلې دي. د هغه په وینا دا تابیاوې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو د پلان شوي بهیر له شروع کیدو مخکښې د سیمې د امنیت د پیاوتیا د پروګرام د یوې برخې په توګه ترسره کیږي.
په عین حال کښې د افغانستان حالات د ښه کیدو په لور نه دي روان او طالبانو د استنبول د صلحې په نړیوالې غونډې کښې له ګډونه ډډه کړې ده. ټاکل شوې وه چې د افغانستان د صلحې په لړ کښې د استنبول غونډه د اپریل په ۲۴ نیټه ترسره شي خو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په لړ کښې د امریکې د لوظ ماتونې په وجه طالبانو وویل چې د بهرنیو نیواکګرو د شتون دوام ته په پام سره په افغانستان کښې د صلحې هیله نه شي کیدې ځکه نو د استنبول غونډه یوځل بیا وځنډیدله.
اوس دا ویره شته چې د طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو ترمینځ نښته ډیره زیاته شي او د افغانستان لاډیرې سیمې او ښارونه په کښې ښکیل شي. په عین حال کښې که طالبان په بهرنیو ځواکونو باندې د حملې په لړ کښې پر خپلې خبرې باندې د عمل په دوام کښې امریکايي او ناټو بوځیان په نښه کړي نو دا به د نښتو د سختیدو او له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو په لړ کښې د ګډوډي د رامینځته کیدو سبب شي. د دې په ترڅ کښې چې د یوې ډرامې عملي کیدل به د امریکې په واکمن نظام کښې له افغانستانه د دغه هیواد د وتنې د مخالفانو د لیدتوګې د پیاوړتیا سبب شي چې باوري دي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره یوځل بیا باید د ستمبر د یولسمې د یوې بلې پیښې په تمه ووسي.
منتقدان هم باور لري چې له افغانستانه د امریکې پوځي وتل به په دغه جنګ ځپلي هیواد کښې د امنیتي خلاء د رامینځته کیدو سبب شي.
جګ پوړې جمهوري غواړې سینیټر لینډسي ګراهم وايي: له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ایستلو سره کوم شئ له لاسه ورکوو؟ مونږ هغه بیمه کونکی سیاست له لاسه ورکوو چې د ستمبر د یوې بلې پیښې د رامینځته کیدو مخه نیسي.
په عین حال کښې په افغانستان کښې د امریکې او ناټو د پوځیانو د اوږد شتون نتیجه هم د ملکي وګړو له وژلې، د ورځ په ورځ زیاتیدونکې ناامنۍ او له افغانستان څخه نشه ایزو موادو د تولید او قاچاق د پام وړ زیاتیدا پرته بل څه نه ده.
*/*/*/*/*/**