پکتیکا کښې د پولیسو یو قومندان ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99510-پکتیکا_کښې_د_پولیسو_یو_قومندان_ووژل_شو
د افغانستان په سویلي ولایت پکتیکا کښې د پولیسو یو قومندان د طالبانو په حمله کښې وژل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2021 11:45 Asia/Kabul
  • پکتیکا کښې د پولیسو یو قومندان ووژل شو

د افغانستان په سویلي ولایت پکتیکا کښې د پولیسو یو قومندان د طالبانو په حمله کښې وژل شوی دی.

د افغانستان په سویلي ولایت پکتیکا کښې د پولیسو یو قومندان د طالبانو په حمله کښې وژل شوی دی.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد آرین نن وویل چې د دغه ولایت د وازې خوا ولسوالۍ د پولیسو قومندان عبدالرحیم د طالبانو په وسله وال برید کښې ووژل شو.

د پولیسو دغه ویاند زیاته کړه چې قومندان عبدالرحیم په مرجان سیمه کښې د امنیتي ځواکونو پوسټې ته د پوځي تجهیزاتو د منتقلولو په وخت له حملې سره مخ شو.

له بلې خوا طالبان ادعا کوي چې په دغه برید کښې د وازې خوا ولسوالۍ د پولیسو قومندان وژل شوی او دوه تنه نور زخمي شوي دي.