د افغانستان په ننګرهار کې شپږ ملکیان ژوبل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99634-د_افغانستان_په_ننګرهار_کې_شپږ_ملکیان_ژوبل_شول
بل پلو د جلال اباد د مرکزي روغتون ویاند ګلزاده سنګر وایی له دغه پیښې شپږ تنه ملکي وګړي په ټپي حالت کی روغتون ته وروړل شویدي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2021 09:39 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ننګرهار کې شپږ ملکیان ژوبل شول

بل پلو د جلال اباد د مرکزي روغتون ویاند ګلزاده سنګر وایی له دغه پیښې شپږ تنه ملکي وګړي په ټپي حالت کی روغتون ته وروړل شویدي.

ننګرهار کې د ماین چاودنې له امله دیوې ښځینه ډاکترې په ګډون شپږ تنه ولسي وګړی ژوبل شول

دننګرهار دوالي ویاند عطا ا... خوږیاڼی وایي چاودنه نن  له غرمې مخکې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د دې ولایت د بریښنا ریاست د کارکوونکو په ډاډسن موټر کې وشوه . نوموړي وویل په چاودنه کې د یادې ادارې درې تنه کارکوونکي ژوبل شول چې د درملنې په موخه د جلال اباد مرکزي روغتون ته لیږدول شوي او ډاکترانو یې روغتیایی حالت د ډاډ وړ بللی دی.

بل پلو د جلال اباد د مرکزي روغتون ویاند ګلزاده سنګر وایی له دغه پیښې شپږ تنه ملکي وګړي په ټپي حالت کی روغتون ته وروړل شویدي. خو د ننګرهار د بریښنا ریا ست په یوه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته یې استولی ویلي چې په دې چاودنه کې ددوې څلور تنه کارکوونکي ژوبل شوي او همدارنګه په یو رکشا موټر کې سپره  ښځینه ډاکتره له رکشا چلوونکي سره هم ټپیان شوی  دي . دبریښنا ریاست په خبر پاڼه کې راغلي چې په چاودنه کې ددوې یو ډادسن موټر او همدارنګه یوه رکشا هم زیانمن شویدي.