د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د اقتصادي ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار وکړ
Apr 30, 2021 03:08 Asia/Kabul
د افغانستان د ترکمنستان ولسمشرانو په خپلو کښې په ټیلیفوني خبرو سره په مختلفو برخو په تیره بیا په اقتصادي او تجارتي زمینه کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار وکړ.
د افغانستان د ترکمنستان ولسمشرانو په خپلو کښې په ټیلیفوني خبرو سره په مختلفو برخو په تیره بیا په اقتصادي او تجارتي زمینه کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار وکړ.
محمد اشرف غني او قربانقلي بردي محمداف پرون په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د انرجۍ او ټرانسپورټ په برخو کښې د ګډو پروژو اجرا کولو ته ګروهنه وښودله.
دواړو ولسمشرانو د دغو پروژو اجرا د خپلو هیوادونو او سیمې د اقتصادي او اجتماعي پرمختګ لپاره ګټه وره وبلله.
ټیګونه