افغانان خپل برخلیک پخپله ټاکي او جمهوریت په خلقو پورې تړلے دے
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99680-افغانان_خپل_برخلیک_پخپله_ټاکي_او_جمهوریت_په_خلقو_پورې_تړلے_دے
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د افغانستان د علماو سراسري شورا غړو سره د ماښام نمونځ ادا کړ او د روژه ماتې په میلمستیا کې يې له دوي سره د سولې په پروسه کې د وروستیو انکشافاتو او ملي مسائلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2021 11:26 Asia/Kabul
  •   افغانان خپل برخلیک پخپله ټاکي او جمهوریت په خلقو پورې تړلے دے

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د افغانستان د علماو سراسري شورا غړو سره د ماښام نمونځ ادا کړ او د روژه ماتې په میلمستیا کې يې له دوي سره د سولې په پروسه کې د وروستیو انکشافاتو او ملي مسائلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غنی وویل، موږ سولې ته چمتووالی، اراده او طرحه لرو او همدارنګ وسله والو سره مبارزې ته هم اماده یوو. هغه زیاته کړه، که پاکستان غواړي چې مرکزي اشیا ته ورسېږي، باید په افغانستان کې د تلپاتې صلحې ملاتړ وکړي.

هغه وویل، افغانان خپل برخلیک پخپله ټاکي او جمهوریت په خلکو پورې تړلی دے. افغان ولسمشر څرګنده کړه د اساسي قانون هدف اسلامي شریعت دے او پکې دوه موضوعات، اسلامي تشخص او د خلقو بنيادي حقوق د بدلون وړ نه دي.

په دغه کتنه کې د افغانستان د علماو سرتاسرې شورا سرپرست او د اهل تشیع علماو شورا یو غړي هم وویل، د علماو مسوولیت له دین او خلقو ملاتړ او د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روحیې پیاوړي کول دي.