کابل کښې پراخ اور لګیدلې او د ښار بریښنا هم غوڅه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99728-کابل_کښې_پراخ_اور_لګیدلې_او_د_ښار_بریښنا_هم_غوڅه_شوه
د کابل ښار د تېلو په یوه ټانک کې تیر ماښام اور ولګېد چې لمبې یې د ښار په ډېرو برخو کې ولیدې شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2021 00:29 Asia/Kabul
  • کابل کښې پراخ اور لګیدلې او د ښار بریښنا هم غوڅه شوه

د کابل ښار د تېلو په یوه ټانک کې تیر ماښام اور ولګېد چې لمبې یې د ښار په ډېرو برخو کې ولیدې شوې.

د کابل ښار د تېلو په یوه ټانک کې تیر ماښام اور ولګېد چې لمبې یې د ښار په ډېرو برخو کې ولیدې شوې.

د شاهدانو په وینا اور د کابل ښار د شمال په اوولسمه ناحیه کې لګېدلی او له کبله یې د تېلوټانګ شاوخوا سیمو ته هم زیات زیان اوښتی دی.

د اور د لګېدو له کبله له شمال څخه پلازمېنې ته د تلونکو موټر لار بنده شوې او د موټرو یو اوږد کتار منتظر ولاړ دی.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی طارق آرین د پېښې د تایید ترڅنګ وايي چې اور لومړی د قلعه مراد بیک د تېلو په یوه ټانک کې بل شو. آرین بیګا همداشان وویل چې هڅې روانې دي چې اور ژر تر ژره مړ شي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویدیوګانې ښيي چې د تېلو ګڼ شمېر ټانکرونه یو په بل پسې اور اخلي او د اور لګېدو ساحه ورسره پراخیږي.

له دې پېښې سمدستي وروسته د کابل د شمال د ګڼو سیمو برېښنا پرچاو شوه.