غزني ولایت کښې پینځلس طالبان وژل شوي دي
الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړ د طالبانو په مرکزونو باندې د افغانستان د پوځ په نوي هوايي برید کښې د دغه ډلې پینځلس (۱۵) غړي وژل شوي .
د افغانستان دفاع وزارت نن وویل په دغه هوايي برید کښې چې په غزني ولایت کښې د طالبانو ډلې په مرکزونو باندې وشو د دغه ډلې په پینځلس (۱۵) غړیو وژل کیدا سره یوشمیر نور طالبان ژوبل شوي هم دي .
دغه حمله په داسې حال کښې ده چې الجزیرې ټیلي ويژن مخکې ویلي وو چې طالبانو د افغانستان دوه ویشت (۲۲)حکومتي عسکر خوشي کړي دي .
دغه راز اوا خبري اژانس پرون وویل غزني ولایت ته د افغانستان د لوړرتبه امنیتي چارواکو له سفرونو او د هغوې له ژمنو سره سره د دغه ولایت په مرکز او نورو سیمو باندې د طالبانو بریدونه هماغه راز دوام لري .
ځینو افغان سرچینو پرون د طالبانو په لاس د افغانستان د پوځ د یوه (۱) هیلي کوپټر د نسکوریدا او د دغه ډلې لاس ته د یوشمیر حکومتي عسکرو د ورتلو خبر ورکړی و .