خلیلزاد د ازبکستان له خارجه وزیر سره د افغانستان حالات وڅیړل
د افغانستان په چارو کښې د امریکې استازي د ازبکستان له خارجه وزیر سره په کتنه کښې بین الافغان خبرې اترې وجاجولې
د افغانستان په چارو کښې د امریکې استازي د ازبکستان له خارجه وزیر سره په کتنه کښې بین الافغان خبرې اترې وجاجولې
ځلمي خلیلزاد په تاشقند کښې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کامل اف سره په کتنه کښې د افغانستان د شخړو د هواري د څرنګوالي او هم داشان په دغې پروسې کښې د مرستې د لاروچارو په هکله خبرې اترې وکړې.
دواړو لورو د امن، باثباته او خپلواکه افغانستان آرزو وکړه او له سیاسي ثبات سره د مینه لرونکو لورو له خوا د ملاتړ په ضرورت او اهمیت باندې چې د دغه هیواد څوکلن جنګ ختموي، ټینګار وکړ.
د ځلمي خلیلزاد او عبدالعزیز کامل اف ګډ نظر دا و چې د افغانستان موجودې کشالې پوځي حل لاره نه لري.