افغان سوداګرو په پرله پسې اورلګیدنو اعتراض وکړ
د افغانستان سوداګرو د اور لګیدنې د پرله پسې پیښو په مخنیوي کښې د لټۍ او کم کارۍ په وجه د دغه هیواد په حکومت باندې نیوکه وکړه.
د افغانستان سوداګرو د اور لګیدنې د پرله پسې پیښو په مخنیوي کښې د لټۍ او کم کارۍ په وجه د دغه هیواد په حکومت باندې نیوکه وکړه.
طلوع خبري آژانس لیکلي چې افغان سوداګر باوري دي دغو اور لګیدنو تجارتي برخې ته سلګونه میلیون ډالره تاوان رسولی دی.
د افغانستان د تجارت او پانګونې د خونې عمومي مشر توکل احمد یار هم په دې لړ کښې خبرداری ورکړ چې دغو اور لګیدنو د هیواد د ټرانسپورټ نیټ ورک فلج کړی دی.
د دغه رپورټ له مخې د کابل د اطرافو په قلعه مراد بیګ سیمه کښې د تیلو او ګیس له ۵۰ زیات ټانکرونه سوځیدلي دي.
تقریباً درې میاشتې مخکښې هم د افغانستان په اسلام قلعه ګمرک کښې اور لګیدنې پرائیویټ سیکټر ته له سلو میلیونو ډیر تاوان رسولی و.