د افغانستان ولسمشر:
جنګ لپاره د طالبانو پلمې ختمي شوي دي
May 04, 2021 13:03 Asia/Kabul
د افغانستان ولسمشر د سه شنبې په ورځ د پوهنې اونۍ په غونډه کې وویل: د بهرنیو ځواکونو وتلو ته مو زمینه برابره کړې ده او طالبان هم د جګړې د دوام لپاره کومه پلمه نه لري.
هغه زیاته کړه چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي او له دې وروسته هیڅ داسې پلمه نه شته چې پر بنسټ یې طالبان د افغانانو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي
اشرف غنی پر طالبانو توندې نیوکې وکړې او ویې ویل چې که چېرته طابان ځانونه افغانان بولی نو باید د افغانانو د سولې غوښتنې ته لبیک ووایي او که نه وي نو هغوی چې د پردو په امر د افغانستان بربادي غواړي ټول ولس به یې پر وړاندې ودرېږي.
د افغانستان ولسمشر زیاته کړه: طالبان باید پر دې پوه شي چې د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته ملي تصمیمونه یوازې دولت او افغان ولس نیولی شي.
ټیګونه