په هرات کې وروستي سېلابونو په لسګونو تلفات اړولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99860-په_هرات_کې_وروستي_سېلابونو_په_لسګونو_تلفات_اړولي_دي
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو سیلابونو له کبله تر دا مهاله ۲۴ کسه وژل شوي دي چې په دې ډله کې ښځې او ماشومان هم شته دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2021 00:42 Asia/Kabul
  • په هرات کې وروستي سېلابونو په لسګونو تلفات اړولي دي

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو سیلابونو له کبله تر دا مهاله ۲۴ کسه وژل شوي دي چې په دې ډله کې ښځې او ماشومان هم شته دي.

د افغانستان د  هرات ولایت چارواکي په دغه ولایت کې د وروستي باران او سېلابونو راوتلو له کبله د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي د ډېر باران له کبله سیلابونه راوتلي چې ګڼو خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو سیلابونو له کبله تر دا مهاله ۲۴ کسه وژل شوي دي چې په دې ډله کې ښځې او ماشومان هم شته دي.

د هرات د والي ویاند زیاتوي چې د دې ولایت په لس ولسوالیو کې د راوتو سېلابونو له کبله خلکو ته د ځاني زیان ترڅنګ سلګونه جریبه زراعتي ځمکې هم ویجاړې شوې دي.

همدا راز ویل کېږي چې شاوخوا لس ماشومان لا هم لادرکه دي او ددې احتمال شته چې د سیلابونو له امله وژل شوي وي.

د هرات ځایي چارواکي وایي چې په ټولو ولسوالیو کې یې د سیلابونو د زیانونو سروې پيل کړې ده او له زیانمنو سره به تر خپلې وسې مرستې وکړي.

د هرات د طبعې پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسولین وايي چې د دغو سېلابونو له کبله ۳۰۰ پسونه هم سیلابونو پرمهال اوبو وړي او تر ۸۰۰ ډېر ورک شوي دي.