د افغانستان دفاع وزارت د ۱۸۱ طالبانود وژل کیدا خبر ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99864-د_افغانستان_دفاع_وزارت_د_۱۸۱_طالبانود_وژل_کیدا_خبر_ورکړ
د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي چې دغه وسله وال د امنیتي او دفاعي ځواکونو په متقابلو بریدونو او نښتو کې په لغمان، غزني، کندهار، زابل، هرات، هلمند او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2021 00:53 Asia/Kabul
  • د افغانستان دفاع وزارت د ۱۸۱ طالبانود وژل کیدا خبر ورکړ

د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي چې دغه وسله وال د امنیتي او دفاعي ځواکونو په متقابلو بریدونو او نښتو کې په لغمان، غزني، کندهار، زابل، هرات، هلمند او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۱۸۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي چې دغه وسله وال د امنیتي او دفاعي ځواکونو په متقابلو بریدونو او نښتو کې په لغمان، غزني، کندهار، زابل، هرات، هلمند او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې په دې علمیاتو کې د دولت ضد وسله والو یوه اندازه وسلې او مهات هم له منځه وړل شوي.

دفاع وزارت دغه راز زیاتوي چې د ملي اردو ځواکونو هغه بېلابېل ډوله ۹۴ ماینونه هم کشف او شنډ کړي چې وسله والو طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پر ځای کړی و.

خو د طالبانو ویاند ذبیح ا...مجاهد بیا په یوه بیان کې ویلي چې د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د دوی په بریدونو کې ۱۰ افغان عسکر وژل شوي او ۱۶ نور ژوندي نیول شوي دی .

نوموړي د یوې غټې قرارګاه د سقوط خبره هم کړې او وايي چې په دې برید کې د افغان ځواکونو یو شمېر وسلې او مهمات د دوی لاسته ورغلي دي.