په بغلان غزنی او هلمند کې ځيني ولسوالۍ په نسکوریدا دي
د روژې دمبارکې میاشتې له پیله تر دې دمه دبغلان اوځينو نورو ولایتونو کې د طالبانو حملې پراخې شوي چې پکې څه دپاسه پنځوس امنیتی ماموران وژل شوي او په لسګونو نور هم ټپیان شوي دي .
زمونږ خبریال د صداي افغان خبری آژ انس له قوله راپور راکړ د افغانستان د بغلان ولایتی شورایوه مسئول مقام فیروز الدین ایماق د افغانستان په شمالي ولایتونو کې دځينو ولسوالیو د احتمالي نسکوریدا په باب په خبرداري سره وئيلي دي ،بیګا د بغلان ولسوالۍ په شاوخوا کې دپوځ او امنیتي ځواک دوې پستې له کوم جنګ او اخ وډب پرته طالبانو ته پریښودل شوي او ورڅخه شاتګ شوی دی .
هغه زیاته کړې ، د افغان پوځي ځواک په شاتګ سره، په مرکزی بغلان ، تاله ، نهرین او برفک ولسوالیو کې د طالبانو کړۍ تنګه شوي او که حکومت توجه و نه کړي ، نو ددغو ولسوالیو د نسکوریدا خطره په زیاتیدا ده .
داپه داسې حال کې ډي چې درې ورځې مخکې امنیتي ځواک د بُرکه ولسوالۍ هم له جنګ او اخ وډب پرته طالبانو ته پریښودلې ده .
د روژې دمبارکې میاشتې له پیله تر دې دمه دبغلان اوځينو نورو ولایتونو کې د طالبانو حملې پراخې شوي چې پکې څه دپاسه پنځوس امنیتی ماموران وژل شوي او په لسګونو نور هم ټپیان شوي دي .
له دې سره په یووخت دغزني د ولایتي شورا مشر نصیر احمد فقیری هم وئیلي دي دغزني ښار په دریمې امنیتی حوزې کې په ارزو سیمې کې د پوځ یوه پسته د طالبانوپه حملې پسې ددغې ډلې وسلوالو لاس ته ورغلې ده .