طالبانو په کندهار کې دهلۀ بند پخپلې ولکې کې واخست
دهله بند،دکندهار ولایت دشاه ولی کوټ ولسوالۍ په اتیا کلومیټرۍ کې واقع دی چې ددغه ډيم له اوبو د اوو ولسوالیو دکرهڼيزو مځکو لپاره استفاده کیږي .
زمونږخبریال د شفقنا خبری اژانس له قوله راپور راکړ د افغانسان دامنیتی مامورانو او وسلوالو طالبانو ترمینځّ له سختو نښتو وروسته دکندهار ولایت دهلۀ بند یا ډیم د طالبانو منګولو ته لویدلی دی .
د کندهار دشاولی کوټ ولسوال حاجی ګلبدین نن رسنیو ته وئيلی دي ،ددغه بند یا ډیم دکنټرول پخپل لاس کې د اخستو لپاره له دوو اونیو راهسې د دو اړو لورو ترمینځ جنګ پیل شوی ؤ چې بلاخره طالبان ددغه بند په نیولو کې بریالي شوي دي .
هغه زیاته کړې ده ،دخبر ترمخابیره کیدا پورې په کندهار کې د دهله بند، مردژه او زرتاله سیمو شاوخوا کې د امنیتی ځواک او طالبانو ترمینځ نښتې هماغه راز دوام لري . په دغو نښتو کې یو افغان پوځي وژل شوی او څو نور هم ټپیان شوي او دغه راز په سلګونو کورنۍ هم کډه په سر شوي دي .
دهله بند،دکندهار ولایت دشاه ولی کوټ ولسوالۍ په اتیا کلومیټرۍ کې واقع دی چې ددغه ډيم له اوبو د اوو ولسوالیو دکرهڼيزو مځکو لپاره استفاده کیږي .