-
د افغانستان طالبان وائي؛امریکا ته یوه مرمۍ هم بېرته نه ورکوو
Jan 23, 2025 01:27طالب چارواکي په زغرده وائي دوی په تېرو شلو کلونو کې له امریکا او ناټو سره په جګړو کې په زرګونو قربانۍ ورکړي او له هغوي محدودې پاتې شوې وسلې او تجهیزات به د دغو قربانیو په بدل کې هیڅکله هم ورنه کړل شي.
-
د اماراتو له مشر سره د افغانستان د دوو جګپوړو چارواکو کتنه
Jan 22, 2025 11:50د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او داستخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق، عربي متحده اماراتو ته سفر کړ
-
افغان پانګه وال اوصنعتکاران له حکومت نه د صنعت پیاوړتیا په موخه دپاملرنې غوښتنه کوي
Jan 21, 2025 11:44حکومتي چارواکي وایي په هیواد کې دصنعت پیاوړتیا او صنعتکارانو ستونزو حل یې لومړیتوب دی
-
ننګرهارکې په تیرو لسو میاشتوکې له پنځه شپیته زرو زیات پاسپورتونه ویشل شوي دي
Jan 21, 2025 11:32د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي دروان کال په تیرو لسو میاشتو کې دپاسپورت غوښتونکو ته تر پنځه شپیتو زرو زیات پاسپورتونه صادر شوي دي.
-
د ټرمپ د امر له مخې د ۱۶۶۰ افغان کډوالو الوتنې لغوه شوې
Jan 21, 2025 08:25د ټرمپ د کډوالۍ د نوې پالیسۍ له امله د ۱۶۶۰ افغان کډوالو الوتنې لغوه شوې دي.
-
له ایران سره به د ریل پټلۍ له لارې د افغاني توکو لیږد زیات شي
Jan 20, 2025 10:22د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د ایران له ریل پټلۍ څخه د ګټې اخیستنې ادارې له مرستیال مرتضی جعفري په مشرۍ له مل پلاوي سره کتلي دي.
-
خلیلزاد د طالبانو پر مشر د ستانکزي سخته نیوکه «هیله بخښوونکې» وبلله
Jan 20, 2025 02:19زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال عباس ستانکزي هغه څرګندونې چې د نجونو پر زده کړو د بندیز په تړاو یې د دې ډلې پر مشر ملا هیبت الله نیوکه کړې، هیله بخښوونکی بدلون بللی دی.
-
د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې استعفا وکړه
Jan 20, 2025 02:14زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې «رینا امیري» وویل له خپلې دندې استعفا کوي.
-
د طالبانو یوه چارواکي د انجلیو په زده کړې د بندیز د ختمولو غوښتنه وکړه
Jan 20, 2025 01:44ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو یوه لوړرتبه چارواکي په افغانستان کښې د انجلیو او د ښځو په زده کړې بندیز نا عادلانه وباله او د انجلیو او د ښځو په زده کړې د بندیز د ختمولو غوښتنه یې وکړه.
-
افغانستان د امریکا د ملي امنیت نوي سلاکارمایک والټز ته مهم دی
Jan 19, 2025 03:01زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي چې افغانستان ورته ډېر مهم دی.