-
کابل کې پرون یو ځل بیا چاودنه شوې
Aug 23, 2026 13:20له کابل څخه راپورونه وایي چې د شنبې په ورځ د کابل ښار په لوېدیځ کې د دشت برچي سیمې یوه مارکېټ ته څېرمه چاودنه شوې ده.
-
د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د اورښتونو او سیلابونو راوتلو اټکل شوی
Aug 23, 2026 13:15د سرپرست حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست، د افغانستان په دولس ولایتونو کې له نن یکشنبې څخه د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، ناڅاپي سېلابونو او تېزو بادونو د احتمال خبر ورکړی دی.
-
افغانستان ته له کډوالۍ ۸۲۸ افغانان ستانه شوي
Aug 23, 2026 13:08د سرپرست حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون اعلان کړی، چې یوازې د جمعې په ورځ اته سوه اته ویشت افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له دروازو له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
-
ذبیح الله مجاهد: جمعهخان فاتح، به ډېر ژر په کابل کې محاکمه شي.
Aug 23, 2026 12:34د سرپرست حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد، پرون له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د نسي ولسوالۍ پخوانی سیمهییز طالب قوماندان، جمعهخان فاتح، به ډېر ژر په کابل کې محاکمه شي.
-
طالبانو هېواد ته د ۸۱ سوداګرو او صنعتکارانو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی دی.
Aug 23, 2026 12:17د سرپرست حکومت د ویاند د دفتر د معلوماتو له مخې، بېرته ستنو شویو سوداګرو او صنعتکارانو ته د مرکز او ولایتونو په صنعتي پارکونو کې ټولټال ۲۸۸ جریبه ځمکه وېشل شوې ده.
-
افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې:
Aug 23, 2026 12:00د تهران راډیو ګرانو لوستونکو تاسو د افغانستان او د پاکستان د تیرۍ اونۍ د حالاتو په هکله جزیات لاندې لوستلی شئ
-
د خراسان رضوي والي: د طالبانو حکومت دې مشهد کې یو میلیون افغانانو ته اوبه برابرې کړي
Aug 23, 2026 05:56پارس تودی-د خراسان رضوي والي مظفري د طالبانو له حکومت غوښتي چې د دوهاړخیزو اړیکو او په ایران کې مېشتو افغانانو ته په پام، په مشهد ښار کې د افغان کډوالو د اوبو اړتیاوو پوره کولو برخه کې همکاري وکړي.
-
په افغانستان کې د طالبانو په نوي قانون کې هر ډول لاریون منعه شوی دی
Aug 23, 2026 05:51پارس تودی-د طالبانو مشر په نوي «شرطه» قانون کې په افغانستان کې هر ډول لاریونونه منع کړي دي. دغه قانون پرون د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا خپور شو او د قانون په ۵۰مه ماده کې په څرګندو ټکو مظاهرې منع شوې دي.
-
خوست کې د سلګونو میلیونو افغانیو په ارزښت د برېښنا رسونې پنځه پروژې پیل شوې
Aug 22, 2026 16:47د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس مولوي عبدالحق همکار په دې موخه د خوست په مرکز کې جوړو شویو مراسمو ته وویل، د برېښنا رسونې دا پنځه پروژې د خوست ولایت په مرکز اړوند متون، صبریو او جانیخیلو ولسوالیو کې ترسره کېږي، چې ټولیز لګښت یې ۳۷۷ میلیونه افغانۍ کېږي او د برېښنا ریاست له بودجې ورکول کېږي.
-
چارواکي: پاکستان د درملو صادرات پر افغان حکومت د فشار د وسیلې په توګه بند کړل
Aug 22, 2026 16:36د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي حمدالله ذاهد وایي، هغه مهال چې پاکستان له افغانستان سره خپلې لارې وتړلې، د هغه هېواد لوړپوړو حکومتي چارواکو په وارو وارو وویل، که افغانستان ته د درملو صادرات ودرول شي، افغان حکومت به د پاکستان د شرطونو منلو ته چمتو شي.