-
طالبانو د ایران د کورنیو چارو د وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی نور راپور واورئ
Jan 06, 2024 10:24زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو سرپرست حکومت د ایران د کورنیو چارو د وزیر څرګندونو ته چې له افغانستان او پاکستان سره د ایران د پولو د تړلو پلان د عملي کولو په تړاو یې کړي، غبرګون ښودلی دی.
-
افغانستان کې د ۹ میلیونه افغانیو په پانګې د پلاستیکي کڅوړو د تولید فابریکه فعاله شوې
Jan 06, 2024 10:07د افغانستان په میدان وردګو ولایت کې د خصوصي سکتور له لورې د نهه میلیونه افغانیو په پانګونې سره د پلاستیکي کڅوړو د تولید یوه فابریکه فعاله شوې چې په کې ۲ سوه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
-
نورستانیان دغه ولایت ته د غزیدلي سرک د زر جوړیدو غوښتنه کوي نور حال دلته لرو
Jan 06, 2024 06:38زمونږخبریال راپور راکړی د نورستان خلک وايي د سرک په جوړیدو سره به نه یوازې د دوې د تګ راتګ ستونزې هوارې شي، بلکې دې ولایت ته به د سیلانیانو راتګ هم اسانه شي.
-
له پآکستان سره د سرحدي شخړو د هوارولو لپاره د طالبانو هلې ځلې
Jan 05, 2024 12:32په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند پاکستان ته د طالب پلاو د سفر په تائیدولو سره، اعلان وکړ چي په دغه سفر کې به د دواړو هیوادونو چارواکي د اختلافاتو او په تېره بیا د ډیورند د کرښې په سر د لانجو په هکله خبرې اترې وکړي.
-
طالبان باید ترهګرو سره مبارزې ته ژمن ووسي
Jan 05, 2024 12:06د امریکا د خارجه وزارت ویاند ویلي چي په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت باید د ټروریزم په وړاندې مبارزې ته ژمن پاته شي.
-
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کوکنارو کروندګر نیسي
Jan 05, 2024 11:33په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د هغو کروندګرو نیول پیل کړي چي په خپلو ځمکو باندې کوکنار کرلې دي.
-
روسیې ویلي چي د طالبانو ډله د ترهګرو له لیسټه نه لیري کوي
Jan 05, 2024 10:43د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ویلي چي مسکو لاهم د ترهګرو له لیست څخه د طالبانو د ډلې د نوم د لیري کولو لپاره مذاکراتو ته چمتو نه دی.
-
د ایران د کرمان ښار په چاودنو کې ۱۲ تنه افغانان هم شهیدان شوي
Jan 05, 2024 01:40ایراني چارواکو اعلان کړی، چې د کرمان ښار په چاودنو کې ۱۲ تنه قربانیان افغانان دي.
-
سږکال کابل کې د انګورو حاصلات ۶۳ سلنه زیات شوي
Jan 05, 2024 01:08د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدراې وزارت چارواکو ویلي، چې د کابل ولایت د ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو د مدیریت د راپور له مخې، سږ کال د انګورو په حاصلاتو کې ۶۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
-
په افغانستان کې له اسلامي نظام پرته بل نظام ته اجازت نه ورکوو
Jan 04, 2024 11:26په ښوونځيو کې د ديني زده کړو تر څنګ زده کوونکو ته جهادي او نظامي فکرونه هم ور زده کړي، څو دوي هر وخت "د اسلام او هېواد دفاع" ته چمتو وي.