طالبان باید ترهګرو سره مبارزې ته ژمن ووسي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144304-طالبان_باید_ترهګرو_سره_مبارزې_ته_ژمن_ووسي
د امریکا د خارجه وزارت ویاند ویلي چي په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت باید د ټروریزم په وړاندې مبارزې ته ژمن پاته شي.
(last modified 2024-01-05T07:37:56+00:00 )
Jan 05, 2024 12:06 Asia/Kabul
  • طالبان باید ترهګرو سره مبارزې ته ژمن ووسي

د امریکا د خارجه وزارت ویاند ویلي چي په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت باید د ټروریزم په وړاندې مبارزې ته ژمن پاته شي.

د امریکا د خارجه وزارت ویاند متیو الن مېلر په خبري غونډه کې ادعا وکړه چي واشنګټن د افغانستان حالات څاري او که څه هم په افغانستان کې حضور نه لري، خو تروریستي فعالیتونو ځواب ورکوي.

دا په داسي حال کې دی چي له افغانستان څخه له وتلو مخکې په ځلونو د داعش له ترهګرې ډلې څخه د امریکایي ځواکونو د ملاتړ په هکله راپورونه خپاره شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت له دې مخکې هم ویلي دي چي د افغانستان په خاوره کې هیڅ یوې ترهګرې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

په وروستیو میاشتو کې پاکستاني چارواکو په ځلونو په افغانستان کې د طالبانو په سرپرست حکومت باندې د ټي ټي پي د ترهګرې ډلې د ملاتړ تورونه لګولي چي د طالبانو له خوا رد شوي دي.