سږکال کابل کې د انګورو حاصلات ۶۳ سلنه زیات شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144276-سږکال_کابل_کې_د_انګورو_حاصلات_۶۳_سلنه_زیات_شوي
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدراې وزارت چارواکو ویلي، چې د کابل ولایت د ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو د مدیریت د راپور له مخې، سږ کال د انګورو په حاصلاتو کې ۶۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
(last modified 2024-01-04T20:40:51+00:00 )
Jan 05, 2024 01:08 Asia/Kabul
  • سږکال کابل کې د انګورو حاصلات ۶۳ سلنه زیات شوي

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدراې وزارت چارواکو ویلي، چې د کابل ولایت د ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو د مدیریت د راپور له مخې، سږ کال د انګورو په حاصلاتو کې ۶۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دغه وزارت ویلي چې، سږ کال د انګورو له ۱۲ زره ۶۱۱ هکتاره ځمکې څخه ۲۳۲ زره ۱۷۵ مټریک ټنه انګور راټول شوي، په داسې حال کې چې تېر کال د انګورو له ټولټال ۱۱ زره ۵۴۵ هکتاره ځمکې څخه ۱۱۲ زره ۴۴۸ مټریک ټنه انګور راټول شوي وو، چې ۶۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

د کابل ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې دوی په مرکز او ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي پرسونل په درلودلو سره، هڅه کوي چې د ښوونیزو پروګرامونو په جوړولو او پر وخت د مرستې په ترسره کولو سره به، د بڼوالو د حاصلاتو کچه لا لوړه کړي.