-
له کندهار څخه څه باندې۳۳ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي
Oct 18, 2023 11:03د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، چې له دغه ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته د انارو صادرات پیل شوي دي او تر دې مهاله یې پاکستان، هند او قراقستان ته ۳۳زره او ۵۷۸ ټنه انار صادر کړي دي.
-
امریکا په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته بې حیایي راوړه نور حال دلته لرو
Oct 18, 2023 10:58زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په دايکندي ولايت کې یوې ولسي غونډې ته ويلي چې امریکا شل کاله په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې دروغجن شعارونه بدرګه کړل.
-
د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه دې بیرته واخیستل شي
Oct 18, 2023 10:54د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې له پاکستان څخه غوښتي چې په ډلهایز ډول د افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي.
-
د فلسطینیانو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او ظلمونو په تړاو څومره خبر یاست؟ ځانګړې مرکه واورئ
Oct 18, 2023 08:47د صهیونیسټي رژیم له لوري پر فلسطینیانو د جنایتونو او ظلمونو په تړاو د ننګرهار د حج او اوقافو له پخواني مشر ښاغلي مولوي محمد داوود مجاهد سره زموږ د همکار عطاءا... خوګیاڼي ځانګړې مرکه دلته اورېدلئ شئ.
-
د اسرائیلو پرضد د افغانستان د ختیځ ولایتونو د خلکو کرکه په زیاتیدا ده نور رابور ته غړږ شئ
Oct 18, 2023 06:37زمونږ خبریال راپور راکړی په ننګرهار کې د ایران اسلامی جمهوریت سرکونسل وایي د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د اسرایلو پر خلاف لاریونونو وښودله چې د اسرائیلو د غاصب رژیم پر وړاندې د خلکو کرکه ورځ تر بلې په زیاتیدو ده.
-
ناپیژاندو کسانو د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستیال اغا محمد رودوال وژلی دی نور حال دلته لرو
Oct 18, 2023 06:22زمونږ خبریال راپور راکړی ناڅرګندو کسانو د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال وواژه.
-
د کابل او اسلام اباد ترمینځ د سرحدي تګ راتګ دآسانتیاؤلپاره موافقه شوې
Oct 18, 2023 02:52دغه موافقه په داسې حال کې شوې ده چې اسلام اباد په وروستیو اونیو کې د افغان ښاریزو د ورود لپاره دلازیاتې سختۍ او محدودیتونو سره اعلان کړ ی دی چې یو اعشاریه اوه میلیون غیرقانوني افغان پناه غواړي به دروانې میاشتې له ختمیدا وروسته په زوره له هیواده وباسي
-
ننګرهار کې سرې میاشتې ټولنې له پنځه زره اړمنو کورنیو سره مرسته کړې
Oct 17, 2023 12:32ننګرهار کې د سرې میاشتې ټولنې چارواکي وایي چې په تېر یوه کال کې د پنځه زره اړمنو کورنیو لاسنیوی کړی دی. نور حال زمو د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
په افغانستان کې د چرګانو د غوښې د تولید کچه لوړه شوې نور حال په راپور کې واورئ
Oct 17, 2023 12:29په افغانستان کې د چرګانو د فارمونو جوړېدا ته او په دې برخه کې بوختیا ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې. د نور تفصیل لپاره زموږ د همکار نعمت الله افغان راپور ته غوږ شئ
-
د افغانستان په لوګر ولایت کې د فلسطین په ملاتړ او د صهیونیسټي رژیم پر ضد لاریون وشو
Oct 17, 2023 10:39د افغانستان د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې سلګونه کسانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ لاريون وکړ او د غزې پر تړانګې د صهیونیسټي رژیم وحشيانه بریدونه وغندل. نور جزئیات زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ