د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه دې بیرته واخیستل شي
Oct 18, 2023 10:54 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې له پاکستان څخه غوښتي چې په ډلهایز ډول د افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، د کارپوهانو دې ډلې چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی «ریچارډ بېنیټ» یې هم غړی دی، ویلي چې پاکستان باید افغانستان ته د شاوخوا ۱.۴میلیونه کډوالو د ایستلو پرېکړه بیرته واخلي.
په راپور کې ویل شوي چې دا پرېکړه به هغه افغانان زیانمن کړي، کوم چې د یوه خوندي ژوند په تمه پاکستان ته کډه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې مېشتو غیر قانوني افغان کډوالو ته د روانې اکټوبر میاشتې ترپایه وخت ورکړی، چې له دغه هېواد څخه ووځي، که نه په زور به یې وباسي.
ټیګونه