قالیباف: د ټولو انتخابونو لپاره تیار یوو/ دښمن به حیرانه شي
May 12, 2026 10:24 Asia/Kabul
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا مشر «محمد باقر قالیباف» دښمن ته په یوه پیغام کښې د ټولو انتخابونو لپاره د تهران د چمتووالي خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ: دښمن به حیرانه شي.
پارس ټوډې سایټ راپور ورکړی، د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف بیګا په یوه پیغام کښې چې په خپلې ایکس پاڼه کښې یې خپور کړ، وویل: د ایران وسله وال ځواکونه هر تیري ته د درس ورکونکي ځواب ورکولو ته تیار دي؛ غلطه سټراتيژۍ او غلطه فیصله ، به تل غلطه نتیجه ولري، ټوله دنیا مخکې په دې پوهه شوې ده،»
قالیباف د دغه خبر په دوام کې ویلي دي: مونږ د ټولو انتخابونو لپاره چمتو یوو؛ دښمن به حیرانه شي.
ټیګونه