د صهیونیست ښارګی میشتو په خلاف د اروپا د بندیزونو زیاتېدا
-
صهیونیست ښارګی میشت
پارس تودی- اروپایي اتحادیې له څو میاشتو کورنیو اختلافاتو وروسته، د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې په هغه صهیونیستي سازمانونه او مشرانو یې بندیز ولګول چي د ښارګوټو د جوړولو او تاوتریخوالو ملاتړي دي.
د پارس تودی له راپور سره سم، د فرانسې د دیپلماسۍ رئیس، ژان نوئل بارو، نن (دوشنبه) د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د غونډې په څنډه کې په ایکس ټولنیزه شبکه کې اعلان وکړ: «وشول! اروپايي اتحادیه نن هغه اصلي اسرائیلي سازمانونه چې په لویدیځه غاړه کې د افراطي او تاوتریخوالي د مینه والو د استوګنځایونو له جوړېدو څخه ملاتړ کوي، د هغوی له مشرانو سره یوځای بایکاټ کړ.»
هغه زیاته کړه: « دا اقدامات ډېر جدي او د زغم وړ نه دي او باید سمدستي بند شي.»
د بندیزونو جزئیات لا تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو د نن ورځې پرېکړه له دې پلوه مهمه ده چې اروپايي اتحادیې په تېرو میاشتو کې د غړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف له امله، د صهیونیستي ښارګوټو مېشتو د تاوتریخوالي پر ضد د واحد دریځ په نیولو کې ناکه شوې وه. ځینو اروپايي هېوادونو غوښتل چې د ښارګوټو جوړولو او د ښارګی مېشتو له خوا پر فلسطینیانو د بریدونو په وړاندې سخت چلند وشي، خو د اتحادیې په کچه د اجماع نشتوالي د بندیزونو د تصویب بهیر له خنډ سره مخ کړی و.
د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې کایا کالاس په بروکسل کې د دې اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا له غونډې څخه مخکې ویلي وه چي تمه لري غړو هیوادونو د تاوتریخجنو ښارګی میشتو د بندیز په اړه یوې سیاسي هوکړې ته ورسیږي.
کارپوهان باور لري چې د اروپا تازه بندیزونه په لویدیځه غاړه کې د صهیونیستي ښارګی میشتو لخوا د تاوتریخوالو د زیاتېدو په وړاندې محدود او ناوخته ځواب دی، ځکه چې په تېرو میاشتو کې د صهیونیستي رژیم د اشغالګرو سیاستونو د زور اخیستلو د امله، د فلسطینیانو د بې ځایه کېدو، د کورونو ړنګېدو او د ښارګوټو د پراختیا بهیر خورا زور اخیستی دی.