-
په هرات کې د زلزلې له امله له ۱۰۰ ډېر کسان مړه او ۵۰۰ نور هم ټپیان شوي
Oct 08, 2023 02:42د طالبانو ملي دفاع وزارت وایي چې د هرات له زلزله ځپلو سیمو څخه یې ۱۰۰ جسدونه ایستلي او ۵۰۰ ټپیان یې انتقال کړي دي.
-
پاکستان دې له تجارت د سیاسي دباو په توګه کار مه اخلي نور راپور واورئ
Oct 07, 2023 12:32زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان سوداګر وایي پاکستان دې له سوداګرۍ نه د سیاسي فشار په توګه کار نه اخلي.
-
د افغانستان لویدیځ ولایتونه سختو زلزلو ولړزول نور جزیات دلته لرو
Oct 07, 2023 11:01زمونږ خبریال راپور راکړی نن غرمه مهال د ۱۱ بجو په شاوخوا کې څو زورورو زلزلو د افغانستان لویدیځ ولایتونه ولړزول.
-
ډاکټر مخلص احمد د افغانستان او د پاکستان ترمینځ د سوداګرۍ د بهیر په اړه څه نظر لري؟
Oct 07, 2023 09:56تهران راډیو د افغانستان او د پاکستان ترمینځ د سوداګرۍ د روان بهیر او د رامینځته شویو مشکلاتو په هکله د سوداګر او د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او د پانګونې د خوني د مدیره پلاوي غړي ډاکټر مخلص احمد نظر معلوم کړي دی چې اوس یې تاسو ته په دغه مرکې کښې وړاندې کوو.
-
صهیونیسټي رژيم یو ناروا رژیم دی
Oct 07, 2023 09:09د افغانستان د ملی مقاومتي جبهې قوماندان احمد مسعود له صهیونیسټي رژيمه دمرستو غوښته په زغرده دروغ وبلله اووې وئيل،دا یوازې د افغانستان په ولس کې د اړئ ګړئ رامینځةکولو په خاطر ده او درست افغانان اسرائيل یو ناروا او جنایتکار رژیم ګڼي .
-
د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې زوروره زلزله راغلې
Oct 07, 2023 08:58د زلزلې دوهم ټکان چې شپږ اعشاریه پنځه ریښتره ښودل شوي د افغانستان لویدیځي برخه ئې سخته لړزولې ده ، دخبر ترمخابیره کیدا پورې د احتمالی تاوانونو او مرګ ژوبلو په باب کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.
-
له پاکستان څخه افغانستان ته د ۲۱۲ توکو پر صادراتو بندیز ولګول شو
Oct 07, 2023 02:12پاکستاني رسنیو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ټرانزیټي سوداګرۍ د تړون له مخې د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت افغانستان ته د ۲۱۲ توکو پر صادراتو بندیز لګولی دی.
-
له سرپرست حکومت څخه د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانېستلو غوښتنه
Oct 06, 2023 08:58د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیزي.
-
پاکستان د کډوالو سربېره سوداګرۍ کې هم خنډ جوړ کړی
Oct 06, 2023 07:59په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو سربېره اوس د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له خوا د افغان ټرانزیټ او په دوه اړخیزې سوداګرۍ کې هم یو لړ خنډونه جوړ کړي.
-
اوچا یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه وکړه
Oct 06, 2023 07:53د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا یوځل بیا غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې له شپږم ټولګي پورته ټولې نجونې زده کړو ته پرېښودل شي.